...

عبدالقادر خان خټک

نه به ستا د حسن تل وي هسې دور
 نه به زړه وي د عاشق مدام په ځور

چې دا واړه بقا نه لري تيريږي
 بيهوده هومره ستم کړي هومره چور

زړه دې سخت دی په سختۍ تر سخته کاڼي
 که درست تن د مصفا دی تر بلور

بې جوهره ښایست نه لري هيڅ قدر
 د شاهانو په لاس باز کيني نه ميور

چې په بد نظر، نظر وکړي اوبه شم
 څه حاجت دی په ماخوار دا هومره زور

مخ له ياره جار ايستل خندل رقيب ته
 واه واه واه عجب ياري ده عجب طور

هسې يار عبد القادر په بخره بيا موند

 چې صورت یې د سړي خصلت د بور