...

عبدالقادر خان خټک

مزين یې کا يو څو په افسر سر
 بيا یې مات کا د دروان غضنفر فر

اورنګزيب به څه خلاصی ورځنې مومي
 دا مزری د اراشکن دی سکندر در

ځکه نوم یې د ذهب ورباندې کيښو
 چې د باد غوندې هر دم کا ګذر زر

نن په څو له تورو خاورو سره پروت دی
 چې یې ډک وو همېشه په دلبر بر

برايه مې آشنا وليده په خوب کې
 په ژړا مې کړه په وښکيو لبتر تر

که په اصل واړه يو دي په دا څه شو
 په قيمت سره سم نه دی ګوهر هر

په معنی کې بشر نه دی پړانګ ليوه دی
 چې د ده له لاسه مومي بشر شر

هر سړی په خپل مقدار خريداري کا
 ځنې آس ځنې ټټو ځنې خر خر

په ښکنځل یې سرفراز عبد القادر کړه

 د ژوندون له باغه خوره د سمنبر بر