...

عبدالقادر خان خټک

زه دې تل وينم وزان د سحر باده
 په مقدم دې شي سينه د غمژن ښاده

چې یې لاس د دلاسي په تندي کيږدي
 قراري د بيمار وشي له فرياده

نه تنها فیض نثار کړي په ګلونو
 لا خارونه اميدوار دي ستا له داده

په ښه بوی د باغ ګلونه معطر کړي
 په نفس کړي د غنچې غوټی کشاده

ستا په راغله د باغ ونې زرريزي کا
 سروه ته د بار له باره کړي ازاده

پرورش د بهره مندو بوټو وکړي
 بې بهرې بوټي وکاږي له بنياده

چې ترمنځ د قاصدانو لارې بند شي
 پيغام يار ته د يار راوړي له هېواده

و يعقوب ته دې خبر د يوسف راوړ
 نامزاد دې هم آغوش کړ له مراده

د وصال په زيري هسک عبد القادر کړه
 پريیستلی دی هجران له اده باده