

عبدالقادر خان خټک
چې
یې سپی کړه د دنيا له ځانه چخه
هم هغه کاندي ځان خلاص د دېو له اخه
چې
ویل د عرفان کا اثر یې نه وي
ابليسک دی ځنې تښته په فرسخه
په خفيه ذکر یې زر مرۍ خفه کړه
که شيطان دې په خاطر کا منګل ښخه
د
فراق لمبو وهليه! را نزدې شه
چې سينه دې کړم په مُل د سينې یخه
ستا
ديدن رمق راپاتو دی پرې پایم
جګې جګې ياره ناست وسه راڅخه
د توبې درياب یې تاو ته پيدا کړه
سپين کړه ځان عبد القادره له دې سخه