...

عبدالقادر خان خټک

په ازل یې چې د بدو دی سرشت
 خواه ناخواه به هغه کا کارونه زشت

په هر چا باندې شوه خپله لار آسانه
 څوک په لور د کعبې ځي څوک د کنشت

په خندا په هوس تله شي و دوزخ ته
 په ژړا، په غم په لوري د بهشت

ښه وينا په وخت د لَو پاخه دهقان وي
«هر کس بد رودَ آخر هر آن چې کشت»

زاهدان چې بهشت غواړي و عارف ته
 دوی غليدلي هلکان دي د دربشت

پريشاني پرې همېشه تاثير کوينه
 زما ستا د زلفو يو دی سرنوشت

د مقصود په لوري ځه عبد القادره!
که په رو د نقشبندیې که د چشت