...

عبدالقادر خان خټک

نمر و ته نه ګورم، ګورم زه و خپل نګار ته
ګل ته نظر نه کړم، نظر کړم هغه رخسار ته

لرې له ما مه ځه، چې مې ځي ارواح له تنه
 ومرم که و نه مرم، که یو دم شي له ما بيارته

باغ و ته مې بولي، نه مې بولي د يار کوی ته
 کوی ته به یې درومم، نه به درومم و ګلزار ته

ډیر خلک مې وليد، و مې نه ليد ستا په څير يو
چين ماچين ته لاړم، ته چې چين ماچين تا تار ته

و به چوي له غمه زنهار، ووايه مه وایه
راغی خبر، رانغی طبيب و خپل بيمار ته

نور به ياري نه کړم، کم په غم اخته يارانو
 هيڅ یې را پرينښول، غم یې پريښود ماخوار ته

رایشه چې راشي، تللی ځان عبد القادر ته
 هر څو تللی ځان که تن ته نه راځي په بیارته