

ملا لتاړ
ما له را ليږلی نن آشنا دی زما خط
کښلی یې له مينې په وفا دی زما خط
شته په کې د وصل ښه مذکور زه پرې پوهیږم
ځکه راستولی دلربا دی زما خط
ووايه قاصده زبانی راته بېان کړه
څه شان سره کښلی محبوبا دی زما خط
وويل قاصده چې زه نور هيڅ ترې خبر نه یم
ايښی یې په لاس کې په خندا دی زما خط
دارنګه وما وته ویلی دی غمجنه
پر تمام له وصفه له ثنا دی زما خط
ور یې کړه هغه له چې مې شپه و ورځ طلب کا
منع له دی کسه په بل چا دی زما خط
ووايه (لتاړه!) ته، چې یې لوله په ښه مينه
غوټه که یې زړه وي د لکشا دی زما خط