

ملا لتاړ
کاندي عاشقان مدام له بدو احتياط
بې د يار له مخه په بل څه نه کا نشاط
شپه و ورځ ژړا کا هميشه ورپسی ژاړی
اوښی یې له وينو بهيده کا اختلاط
پوری د هجران له غمه اور په ننګ ناموس کا
ک له ډيره غمه خاک د يار د در بساط
ووځی د دنیا له کاره روغ ځان ليونی کا
وار په وار پوره کا دی د عشق واړه اشراط
نه دی کانده مينه بې وقوف وعاشقی ته
تله و کافرانو ته محال دی په صراط
(۸۱۵) کار د حق تعالی په بنده ګانو باندې نشي
کله به پاره زړونه پيوند کاندي خياط
ځکه فريادونه مدام کا د زړه له تاوه
غم د هر عاشق په عاشقی کې شي افراط
زړه دی له دنیا عاشقان نه ترې (لتاړه!)
نه کاندي استوګه مسافر تل په رباط