

ملا لتاړ
نه که، که عاشق د عشق په کار باندې غرض
نه به که رقيب د ده په چار باندې غرض
خار به یې هرګز په سينه ښخ نه شه يارانو
نه که، که بلبلو په ګلزار باندې غرض
څه له به د زلفو ما چيچې د زړه په سر څوک
نه که، که پتنګ چری په نار باندې غرض
ځان به عاقبت خپل په غمونو ګرفتار کا
کا چې څوک د غم په کاروبار باندې غرض
زيرمه په دنيا کې د توښی کوه(لتاړه!)
مه کوه د بدو په روزګار باندې غرض