...

ملا لتاړ

مه کوه د مينې په دفتر باندې غرض

 نه کا روغ وګړي په اوتر باندې غرض

ويره چې د سر ومال کوي هغه وګړی

 کله کا هغه په ځای د در باندې غرض

درد د عاشقی زغملی نه شي کم دليله

 څه به کابو را په منځ د نمر باندې غرض

خوښه پليتی کړه ګونګټا د ځان له ويری

 نه کاندي به کور د سمندر باندې غرض

ويره که له خاره په مرداره باندې ناست وی

 نه کا منګيرک په ګل ثمر باندې غرض

لافی عاشقی ته دی هغه وهی(لتاړه!)

نه لری هر ګز چې په خپل سر باندې غرض