...

ملا لتاړ

چې په چا کې شي پيدا د عشق مرض

 کا له خلقه یې تنها د عشق مرض

قراری او صبوری ځنی بد رکا

 سروکار یې کا غوغا د عشق مرض

په بارخو یې مدام اوښی د غم درومی

 صابران کا په ژړا د عشق مرض

بادشاهی په يوه دم کې فراموش کا

 سلطانان کاندي ګدا د عشق مرض

د آتش زياتی له باده وي يارانو

 نصيحت کاندي سوا د عشق مرض

د عاشقو صحت بې ديدنه نه شي

 نه لری بله دوا د عشق مرض

ژړول خندول دواړه که (لتاړه!)

 هم جفا کا هم وفا د عشق مرض