...

ملا لتاړ

خلاص به ځان کاندي له غمه چې روزګار کا په اخلاص

شي به وصل له صنمه، چې روزګار کا په اخلاص

مهربان به پرې مولا وی، کناره به ترې بلا وی

 ځی به بيرته له ماتمه چې روزګار کا په اخلاص

خوشحالي په هر نفس کا، تل تر تله به هوس کا

 خوښ به اوسی دم تر دمه چې روزګار کا په اخلاص

نه ژړا نه به غوغا کا، کلی غم وته به شا کا

 وچ به کا لیمه له نمه، چې روزګار کا په اخلاص

په دوه کونو به سرخ رو شي، ساتندوي د خپل ابروي شي

 بالا دست شي له عالمه، چې روزګار کا په اخلاص

په هر ځای به یې صنا شي، په نیکې کې به رسوا شي

 تر عربو تر عجمه، چې روزګار کا په اخلاص

هغه کس به نيستګار نه وی، ای (لتاړه!) خوار به نه وی

 ورځ به تل تر تل وي سمه، چې روزګار کا په اخلاص