...

ملا لتاړ

چې راغلی په دنيا یې، نظر ته کړه پس و پیش

 څو په دوه سترګو بينا یې، نظر ته کړه پس و پیش

په دنيا دی ګړنګونه، ور پر وځی اولسونه

 که څه لږ و ډير دانایې نظر ته وکړه پس پیش

وړاندی وروستو دی کوهی دی، ور لويدلی خودراهی دی

 که طالب د خپل مولا یې، نظر ته کړه پس و پیش

غل غدوي شته دی بې شانه، چاپير دی د تا له ځانه

 که پوهان په دی وينا یې نظر ته کړه پس و پیش

شيطانان هر خوا ته، لومې ايښی دی و تا ته

 که په ګوش آواز زما یې، نظر ته کړه پس و پیش

غليمان د تا بسيار دی، درته ناست په هره لار دی

 ساندوي که ځان ته وایې نظر کړه پس و پیش

دا دنيا توره بلا ده ای(لتاړه!) بې وفاده

 که په زيرمه د بقا یې، نظر ته کړه پس و پیش