

ملا لتاړ
چې له کوره په ژړا درومي عروس
دا ژړا یې همه واړ وه وي سالوس
په ورځ ناسته مروره وي له ياره
او په شپه په یو بالښت کښيږدی روس
مور او پلار کا اواره په يو دوه لفظ
وتړی له بيګانه ننګ وناموس
د دنيا په کار مشغول بيغمه ناست وی
او مرګی ورپسی کړی وي جاسوس
ودان کور یې په يوه دوه ورځو کې وران شي
ميراتيان یې وړی درم دنيا فلسو
هغه تور ويښته یې لاندی شي تر خاورو
چې جوړښت یې به مږنڅ (...) وي د انبوس
بيا په بير ته یې راتله نه شي (لتاړه!)
په زندان چې د لحد کې شي محبوس