

ملا لتاړ
چې دې لرې له زړګي نه دی وسواس
ترو په څه وځان ته وايه حق شناس
څو دی صافه آيينه د خاطر نه ده
وا به نه غوندی، د معرفت لباس
شک شبه له زړه بدر کړه له دی پسه
دمه ګير په خاطر کې زړه قياس
تل له بده کاره تيښته په دنيا کړه
چې وي نيک هغه روزګار واخله په لاس
په هر دم شکر ګذار شه څو ژوندی یې
بې فايدی ګوره صنايع نه کړی انفاس
توبه ګار شه له ګناهه که مراد غواړی
په درګاه د خپل څښتن کړه التماس
هر مشکل به دی آسان کا خدای کريم دی
غمګين مه شه له زړه لری کړه هراس
کړه اټکل په احتياط درومه( لتاړه!)
دا چې ته ځی په دا لار لګی مواس