...

ملا لتاړ

هر چې کاندي په فاني چارو هوس

 په دا پوه شه بيوقوف دی هغه کس

د عارفو مينه نه وي په نيمګړيو

 په نظر کې ور ښکاريږی لکه خس

عاقلان ترې کناره ګرځی يارانو

 د دنيا په پړکه نښلی بوالهوس

د دنيا خواږه لری اثر د زهرو

 آلوده په شهدو مړ پروت وي مګس

طالبان د دی دنيا نيمګړی درومی

 رسيدای له نهو نه شي څوک تر لس

که حارصو له څوک درسته دنيا ور کا

 هم به دارنګه ونه وایې چې بس

مرد هغه دی چې کا شکر په هر حال کې

 که شړی یې وي اغوستی که اطلس

توبه ګار له غيرو چارو شه (لتاړه)

 يادوه باری تعالی په هر نفس