

ملا لتاړ
په دنيا که چا نقصان نه کړ هرګز
په عقبا به یې ارمان نه کړ هرګز
که په دا جهان چا بد نه قبلولی
په هغه به یې فغان نه کړ هرګز
که چا کار د معصيت په دنيا نه کړی
ځای مولا به یې نيران نه کړ هرګز
د غافل که دا غفلت نه وای له ځانه
ودان کور به یې خپل وران نه کړ هرګز
که چا تله د پريشاني په لارې نه کړای
جمع زړه به یې پريشان نه کړ هرګز
که دوستی چا له ابله سره نه کړای
غمزده به یې خپل ځان نه کړ هرګز
که نيکې کړای چا بدی نه کړای(لتاړه!)
په دا کار به خدای پښيمان نه کړ هرګز