...

ملا لتاړ

چې څوک يون د يار په لار نه کا هرګز

 ترې دې طمع د ديدار نه کا هرګز

معشوقه به وهعو ته مخ څرګند کا

 چې له امره یې انکار نه کا هرګز

له هغو سره به کا خوږی خبری

 بې فایدی چې هيڅ ګفتار نه کا هرګز

بې طلبه چې څوک مخ د آشنا غواړی

 هيڅ اميد دی په دا چار نه کا هرګز

بې وقوف دی عاشقی ته هوس نه کا

 مړ سړی د ژوند و کار نه کا هرګز

وصال موند د خپل آشنا په تحول شي

 په دا کار دی څوک تلوار نه کا هرګز

هر عاشق د محبت په تخت شاهی کا

 پرې ګمان دی څوک د خوار نه کا هرګز

وي کم فهمه چې وبدو ته هوي کا

 بد کارونه فهمدار نه کا هرګز

هر چې مينه حقاني کاندي (لتاړه!)

 هغه کس فاني روزګار نه کا هرګز