...

ملا لتاړ

له رقيبه کړې خبرې د مکيز

 او و ما ته وایې لرې شه برخيز

دا ته نه یې زه پوهیږم چې رقيب دی

 چې خبری د کل شوي فتنه انګيز

زه و تا وته ګفتار د عاجزی کړم

 ته وماته غاښ چيچې کړی د جنګريز

ته چې ګرځی خوش غلاف توره په لاس کې

 عاقبت به چری شي زما خونريز

له دوه سترګو مدام اوښی تويومه

 تا چې مات که د ژړا زما پرهيز

ته چې دارنګ جفا کړی له عاجزانو

 دهشت نه لری په زړه د رستا خيز

له هغه وصله هجران ښه وي (لتاړه!)

 چې يار بد کا له نیکې سره اميز