

ملا لتاړ
زړه مې کاندي په دلبر پسې پرواز
په کوتره پسی تله کاندي شهباز
زه غمجن د عاشقی په غم کې خوښ يم
که مې خدای کا په دی کار کې سر فراز
بې رحمې به د درست عمر فراموش کړم
که يودم شي خپل آشنا له ما همراز
بې د يار د کښلی نومه نور څه ناورم
په هر دم چې مې له خولی خيژی آواز
د يار مينی په ماهسی اثر وکه
چې ظاهر یې کړم سوخته په زړه ښيراز
که عظيم درياب د عشق دی په دنیا کې
ما ګډ کړی په دا بحر دی جهاز
فراغته په دنيا شومه يارانو
چې په زړه مې محبت وکړ آغاز
درد و غم مې له خاطره يوه خوا کا
چې نازنين له ماخبری کا په ناز
ما د يار د مينی رو دی صحيح کړی
باری ناست په دغه لار کې دی غماز
وابه نه وړم په هيڅ رنګ د عشق له کاره
څو صورت په دغه چار نه کړم ګداز
حقيقت مې دی غرض په کې مشغول يم
خدای دی نه کا زما شغل د مجاز
زه (لتاړ) که د خپل يار په ښادو ښاد يم
د زړه کور به کړم په عرش د پاسه ساز