

ملا لتاړ
فکر د هجران يار په وصال راڅخه يووړ
غم یې د درست عمر په جمال را څخه يووړ
لری یې حجاب که سپينکې مخ یې يوراښکاره که
درد یې د خوږ زړه په شينکې خال را څخه يووړ
تار په تار یې زلفی چې په مخ کړلی يارانو
زړه یې بنديوان د عشق په جال را څخه يووړ
پورته یې له نازه چې کړی سری سترګی ملالی
تش یې په کتو د دنيا خيال را څخه يووړ
را چې یې وما د ميو جام ډک په خندا که
عقل یې تمام په دا افعال را څخه يووړ
راز چې یې وماته که بيان د خپلی مينی
شغل یې زما په خپل احوال را څخه يووړ
رایې سپينه خوله کړه چې خوږه وه تر شکرو
لوټ یې زه (لتاړ) کړم ډير یې مال راڅخه يووړ