

ملا لتاړ
ځکه سر دی عندليب په چغار زر، زر
چې تيریږی د سروګلو بهار زر، زر
د خوږ زړه دمه په چيغو باندې کيږی
ځکه کاندي فريادونه بيمار زر ، زر
ورپسی کړی خدای ښيری د عاشقانو
ځبله اوړی چې داليل ونهار زر، زر
ورځ دښمنه د پتنګ شپه د بلبل ده
ځکه درومې هميشه په رفتار زر ، زر
سوي پروت ځکه په اور کې پروا نه وی
کښلوي چې د دلبر و رخسار زر، زر
وير د خپلو عاشقانو معشوقی کا
ځی د شمعی په مخ اوښی قطار زر، زر
زما نه صرفه په هيچا باندې نه کا
بيلوي مين ياران په تلوار زر، زر
سنبل موي د هغو زلفو کافوری شه
چې تل زړونه یې پييل په هر تار زر، زر
له ګردون سره زړه سوي نشته (لتاړه!)
ورانوي دښايسته وو سينګار زر، زر