...

ملا لتاړ

که طلب کړې په رښتيا د خپل دلبر

 ترک ته کړه په دنيا کې سيم و زر

تل ژړا فرياد کوه د يار له غمه

 روغ صورت یې کړه په مينه کې ابتر

سر سرتور پښی ابله ووځه له کوره

 په طلب د آشنا ته شه قلندر

د دی دهر له فانی کاره وګارشه

 لټوه مدام خپل يار په بحر و بر

خوب خندا دواړه په ځان باندې حرام کړه

 که طالب یې قوت کړه وينه د ځيګر

د زړه راز یې ياره مه وايه وچا ته

 له دی غيرو خلکو ځان کړه مرور

يو خوا بل خوا، کاته مه کړه په دنيا کې

 شه ناظر د يار ومخ ته برابر

شپه و ورځ یې په ثنا باندې مشغوله شه

 له زړه لری کړه فکرونه لروبر

هر خدمت ته یې تيار شه په دا دهر

 د رضا پيټی یې تل کښيږده په سر

کل فرمان یې کړه قبول په دواړو سترګو

 که په لار دعاشقی کوي ګذر

مه نوليږه په دنيا کې ودنيا ته

 دا دنیا ده عاشقانو له ضرر

ويره مه کوه له غمه له اندوهه

 هر چې کاندي عاشقی نه کاندي ډر

که روزی دی شي وصال د يار (لتاړه!)

تر وحاله وځانته وايه بختور