

ملا لتاړ
په خوله تل وایې يار يار
په رضا ځې د اغيار
په ظاهر سودا د دين کړی
په باطن کې دغه دار
په ورځ ناست یې په مسجد کې
په شپه غلا ته کړی اختيار
تسبيحات کوي په لاسو
او په غاړی کې زنار
فراموش دی خدای رسول کړه
د دنيا په کاروبار
دين ايمان د دواړه خرڅ کړه
د دی دهر په بازار
تو لعنت دې شه نادانه
په دا هسی رنګ کردار
چې ونیکو ته اوده یې
او ويدو ته بيدار
ډوب دی ځان په معصيت که
ته لا نه یې خبر دار
له شيطان سره دوستی کړی
هم دنوس شوي خدمتګار
په هر لور چې د دوي بيایې
کړی هغه لور ته رفتار
کوهی وته پريوځی
قدم سم نه ږدی په لار
خوښ شوي ته په تروږمې کې
له رڼا نه شوي ويزار
کړی ناپسندی په دنيا کې
په زړه هيڅ نه لری ډار
د غفلت ځادر دی واغوست
د بدی شوي خريدار
ملامت کویو و بل ته
ځان دی که په خپله خوار
نه په سود باندې پوهيږی
ته په زيان شوي فهم دار
نه د ګل په بوی آګاه شوی
نه په درد د تيره خار
کوز دی نه کا په دنيا کې
له خپل سره د غم بار
له اخلاصه چری نه شوی
وبنده ګی وته تيار
در پوهيږمه (لتاړه!)
ځان به کړی درون په نار