...

ملا لتاړ

تا چې وينو بد دستور

 تود به ځانته کړې تنور

نيکنامي دې شوه په نهمه

 په بدي شولې مشهور

په یوه دانه ارهنډه

 ورکوي لپه انګور

روغ صورت دی که نادانه

 د دنیا په کار رنځور

د خزان درخت دی نه کړ

 د بهار په پاڼو ګور

پاڅيده کړی له ناکامه

 وطاعت ته په ضرور

دا محنت به دی (لتاړه!)

 نه شي حق و ته منظور