

ملا لتاړ
تر وتر کومه به خوښي کړې په دا دهر
خود به نوش کړې د اجل د پيالې زهر
د غفلت په خواب اوده یې نه پوهيږی
دا ستا عمر له تا درومې لهر لهر
د دنیا نعمت دی واړه ځبله نوش کاه
په ښه نيت شکر ګذار نه شوي په جهر
د زړګی حرص دی دم په دم زياتيږی
که ساعت ځی که ګړی درومې که بهر
په دنيا پسی دا هسی ليونی شوی
چې نه صبر په بيدا کړی نه په ښهر
د ګناه په درياب ډوب شوي سر ترپایه
غوټه نه شوي د نيکې په کښلی نهر
نصيحت په تا اثر نه کا(لتاړه!)
که په ورو درته څوک وایې که په قهر