...

ملا لتاړ

می د لبو د جانان، واوره ته ګڼه لذيذ

 سيب د کښلی زنخدان، واوره ته ګڼه لذيذ

تورې زلفې د نګارو، عجب زيب کا په رخسارو

 کښلول د سور پيزوان، واوره ته ګڼه لذيذ

د دنیا نعمت که ډير دی د فنا په وخت ګنډهير دی

 خواند د عشق په دا جهان، واوره ته ګڼه لذيذ

د نور چا غمونه مه کړه وعقبا ته توښه وکړه

 فکر ته دی د خپل ځان، واوره ته ګڼه لذيذ

له دنيا روخه بيغم شه، په اقرار تصديق محکم شه

 په هردم دا خپل ايمان، واوره ته ګڼه لذيذ

کبر خودی پريږده، کمينی ته قدم کيږده

 عجز قبول کړه په ښه شان، واوره ته ګڼه لذيذ

تل ثنا د الهی کړه(لتاړه) بادشاهی

 وايه اسم د سبحان، واوره ته ګڼه لذيذ