

ملا لتاړ
څو به اوسې په دا خپل حيات خورسند
ريز مريز به دې مرګی کاندي هر بند
خلاص به نه شي د اجل له شنه مزریه
تيره وي در ته غاښونه وهی شخوند
که يوځل دی تار د عمر شکسته شي
په حکمت به یې حکمانه کا پيوند
ښه ياران له تا سفر کانه پوهيږی
چې سبا به وي زما ور پسی پند
د کم عقلو کار کوي قايل پرې نه یې
وایې زه یم صاحب عقل دانشمند
د حرص اوبه دی واوښتی تر سره
لاس کړی پورته لا نيټه ږدی تر مړوند
هر چې بود دی و هغو وته دی شاکړه
تل په غم شوي د نابودو فکرمند
د خرما په ځای دی نهاله کړه ارهنده
خبر نه یې د ترخو خوږو په خوند
په فانی اسباب کې سود نشته (لتاړه!)
تش په توره دی که زړه ور پوری بند