

ملا لتاړ
که په کار دې وي د دین د دنیا سود
کړه ثنا په هر نفس د خپل معبود
که ناظر شي په ښه شان د پس و پيش
ډير دی ستا په دغه چاری کې بهبود
که ترې خواست ته په زاری په عاجزی کړی
عاقبت به دی پوره کاندي مقصود
که دوستی ور سره کړی غوږمې ګفتار کړه
پاکيږه له غيرو چارو کړه وجود
که مدام په نيکو چارو مشغول ته شي
تل به تا کا په دوي کونو کې خوشنود
که له امره یې انکار کړی په دنیا کې
په عقبا به هم نشين شي د نمرود
در ښکاره به سری لنبې د آتشين کا
په خاطر به دی غمونه کا افزود
بنديوان به دی د اور په بنديخانه کا
در پسی به پوری ور کا غم آلود
در په ياد به انديښنی کاندي درازی
چې په پښو دی ځنځيرونه کا ممدود
لکه کړی هسط به بيا مومې عاقله
آيينه به د عمل کا در نمود
ونابود لوری ته مه دورمه (لتاړه!)
کوه يون وهغه خوا ته چې وي بود