

ملا لتاړ
که مشغول شي په ثنا د محمد
خود به پوه شي په وفا د محمد
پاکيزه به کړی خاطر له درد و غمه
که روزګار کړی په رضا د محمد
شګفته به دی غوټی د غمګين زړه شي
که په وصف شي ګويا د محمد
ستا سودا به غنی خدای نه کا زيانمنه
که له دينه کړی سودا د محمد
سر تر پایه به دی خدای په ښادو ښاد کا
که دی يون شي په وينا د محمد
لذتونه به د هغه جهان نوش کړی
که دی امر که ادا د محمد
وکوهی وته به پري نه وځي عاقله
که کړی شرع رهنما د محمد
که په کار دی خوشحالی د عاقبت ده
تل کړه ذکر مشغولا د محمد
بېغمې به په دوه کونه کړی (لتاړه)
که په مينه شي شيدا د محمد