...

ملا لتاړ

آګاه نه شوې په ګذر د صبح و شام هيڅ

 ور دې نه کړه په دنیا د خدای په نام هيڅ

په فانی روزګار دی تير که تمام عمر

 ودی نه کړه و عقبا ته سر انجام هيڅ

د دنيا په خمار هسی مستانه شوی

 نه پوهيږی د وګړو په الزام هيڅ

شپه و ورځ مشغول په کار د معصيت یې

 بد اټکل که در ښکاره د نيکو کام هيڅ

څو په دا جهان ځان نه کړی بې آرامه

 په هغه جهان به ونه کړی آرام هيڅ

په هغو زړونو به پوری د غم اور شي

 چې تفريق نه کا د کفر د اسلام هيڅ

حق حيران يم زه (لتاړ) سنګين زړګی ته

 نه نرميږی د پند کړونکيو په کلام هيڅ