...

ملا لتاړ

که مې ولید بې حجابه دلبره ستا مخ

 سم به نه کړم له آفتاب دلبره ستا مخ

چې یې کاڼی تا بنده شوو له تاثيره

 دی داهسی رنګ په آب دلبره ستا مخ

په ليدو به یې ممات واړه حيات شي

 لری هسی رنګه تاب، دلبره ستا مخ

که عاصيانو ته ښکاره شي په دوزخ کې

 ترې به لری کا عذاب، دلبره ستا مخ

تر هغه دی آسايښت کاندي نور کښلی

 څو چې پټ دی په نقاب، د دلبره ستا مخ

کل احوال به د دوه کونو ور معلوم شي

 که څوک ووینی په خواب، دلبره ستا مخ

شپه و ورځ یې مطالا کا ورته ګوری

 د هغو چې شه کتاب، دلبره ستا مخ

ما(لتاړ) به هيڅ صرفه په مرګ ونه کړه

 که ليدی شوي په دا باب، دلبره ستا مخ