

ملا لتاړ
چې په زړه کې یې څرخيږي د نګار مخ
آتشين ورته ښکاره شي د اغيار مخ
شپه و ورځ یې کا طلب ورپسی ګرځی
په سرو وينو عاقبت کاندي ګلزار مخ
څو ولی په مخ د اوښکو روغی نه کا
وبه نه وینی په سترګو دلدار مخ
د دنيا په ښايسته وو نظر نه کا
ورښکاره چې شي د دوه کونو سردار مخ
چې ظاهر کا په رخسار و پرهارونه
له دی پسی شي ويار وته رويدار مخ
خپل دلبر به ور ته مخ کا بې نقابه
که له بدوو چار باسی په ښه چار مخ
آسايښت به په دوه کونو کا يارانو
که (لتاړ) ورته څرګند کاندي خپل يار مخ