...

ملا لتاړ

ګډ چې ستا د عشق په درياب شه زما روح

 نور په مثل د حباب شه زما روح

چې رفتار یې په درياب کې هميشه که

 عاقبت په کې غرقاب شه زما روح

چې خبر د تا په مينه محبت شه

 نور له غیرو اجتناب شه زما روح

اجتناب کاندي له نورو کتابونو

 چې خبر ستا په کتاب شه زما روح

خو چې بند شه ستا د مینی په صدف کې

 د ګوهر په څير په آب شه زما روح

چې یې ولید بربنډ مخ ستا له نقابه

 له عذابه په ثواب شه زما روح

زه (لتاړ) چې پوه د مینی په روزګار شوم

 په دنیا کې انتخاب شه زما روح