...

ملا لتاړ

يار له ما و خو بيزار شه الغياث

 له رقيب سره کنار شه الغياث

کل آرام يې له ما يووړ بې آرام شوم

 چې خوبروي مې دل آزار شه الغياث

واړه خلک اسايښت کاندي بې غمه

 خو زما مدام روزګار شه الغياث

غم اندوه را سره مله د يار په غم شوه

 هميشه مې سريکار شه الغياث

ګفتګوي مې په دلبرو اثر نه کا

 څرنګ پوچ زما ګفتار شه الغياث

د غم پيټی مې عظيم په سر د پاسه

 پا اغزو کې مې رفتار شه الغياث

ما (لتاړ) منع کاوه له عشقه واوړه

 تر هغه چې څو بيمار شه الغياث