...

ملا لتاړ

څو به ګرځې په ډاډ هر سلامت

 عاقبت به په تا راشي سخت ساعت

خوا وشا له تاږلی د اجل اوری

 څو به پټ ساتی د عمر زراعت

تر ايده به ولاړ نه وي هوښياره

 غره مشه د صورت په عمارت

چې راغلی له ښه خدایه په دنیا دی

 پاتی شو نه هيڅوک نه دی امانت

له هر چا سره دوستی کړه که ښه غواړی

 ګفتګوي مه کړه له چا د عداوت

لکه ګړی هسې به هلته در عطا کا

 ما لیدلی په کتاب دی روایت

لکه شپی ورځی چې ستا د عمر درومی

 هم په ډارنګ کړه اذاد عبادت

توبه ګار له جمله بدو شه عاقله

 تل مشغول شه د قران په تلاوت

د دی دهر له فانی کاره فارغ شه

 په سربار کړه کاروبار درياضت

د دنيا روزګار مو قوت کړه په دنیا کې

 زړه پوهان کړه د طاعت په تجارت

آيينه د عمل ونيسه ومخ ته

 باندې وکړه ښه نظر د عدالت

ملا کړه ټينګه نن طلب کوه د نيکو

 په سبا به دی نه توان وي نه طاقت

له حرصه کړه توبه قسمت ته ګوره

 په دا خپله برخه وکړه قناعت

له اخلاصه ته بندګی د خپل څښتن کړه

 عاقبت به دی پوره کاندي حاجت

دا د کبر دستار لاندی تر قدم کړه

 په سر کيږده کښلی تاج د شرافت

پرهيزګار له جمله بدو شه(لتاړه!)

 غنی خدای به په تا وکا عنایت