...

ملا لتاړ

په ځواني چې له تا نه شي مشقت

 په پيري به راله کومه وړې قوت

په تندرست وجود چې ستا له لاسه نه شي

 کله کيږی چې ناتوانه شي صورت

اوس چې زيږمه د توښی کولی نه شي

 وبه ډير ارمان کړی ته په آخرت

هميشه به حيات نه یې په دنیا کې

 خود به کوچ کړی له دی سرایه عاقبت

دا چې نن یې په رويمال څنډې هوښياره

 شي دا تن به دې په خاورو کې لت پت

له ښو خلکو همنشين يو ساعت نه شوې

 تير دې عمر که د بدو په صحبت

پاکيزه دې خراب زړه له غيرو نه کړ

 و هر چا وته کاته کړې په بد نيت

و جنت وته ورتله په نيک عمل شي

 ور به نشي په نسب او په دولت

څو د زړه په سترګو ځير نه شي (لتاړه!)

و به نه کړې ننداره د حقيقت