...

عبدالقادر خان خټک

په يوه نظر چې وکړي ساقي ما ته
 هغه دم مې صد ساله توبه شي ماته

د فراق لمبو مې ننه لړمون وسوه
 آرزو یې مې شي هر ګوره ستا و ما ته

عاشقي مې مادرزاد خوی و خصلت دی
 دا خصلت مې خدای ورک مه کړه تر مماته

روح په مثل د آدم قالب حوا دی
فرزندان یې څوک شول پلار ته څوک اما ته

چې عیسی د تعلق له باره خلاص شو
 د تجريد په پرونو ورغی سماته

عاقبت به مجاز واړه حقيقت شي

 اشارت دی جو فروش ګندم نماته

پکې بند په دواړو پښو عبد القادر شو
 خلاص دې نشي ستا د مينې له حماته