...

عبدالقادر خان خټک

درسته شپه ژړا فرياد سترګې بې خوب
 واړه دا کارونه ستا دي مینتوب

چې مې نو له سترګو نه ځي زړه مې چوي
 مه کړه خدای تعالی د زخمي زخم بې زَهُوب

ډک خمونه تشوم د عشق له ميو
 لا تشنه سينه مې هيڅ نه ده خړوب

و منصور ته د دار سر بورجل د يار شه
 عاشقان دې نه کا ډار د دار له چوب

چې د عشق له اوره تښتي عاشق نه دی
 د خپل ځان په ستولو شي د پتنګ سوب

ناز پرور دې خبردار له قدره نه دي
 خو هم ما لره راځه د عشق آشوب

چې له درده ځان ساتي دوا ته زغلي
 له هغو عبد القادر توبَ توبَ