...

عبدالقادر خان خټک

که خبر شي د رندانو له مشرب
 نور به تير شي له څلور واړه مذهب

څوک دې طمع د ادب له ما نه، نه کا
 څه عرض د ليونيو له ادب

دا همه سبب زما د بدبختۍ دی
 چې دا هسې آزرده شي بې سبب

چې ترخه ویل دې هومره ډير خواږه دي
 د خوږو به دې څه خوند وي شکر لب

په هجران کې ناقرار په وصال سوزي
  د عاشق دې څه نصيب کړ زما رب

چې لقب یې د سړي راباندي کيښو
 زيارت ګاه شوم د فرښتو له دې لقب

د نمر وصل مونده ستا په دلالت شي
 لا به کله طلوع کړی زما کوکب

ژونده هله څه حاصل کاندي چې ګرځي
 يو زمان قراري مه کړه له طلب

يو ساعت د آشنا غم عبد القادره!
 بهتر دی د تمام عمر له طرب