

عبدالقادر خان خټک
دا
دعا مې مستجاب کړې مجيبَ
چې وصال مې بيا روزي شي له حبيبَ
ستا
له فکره خالي نه يم، خالي مه شم
ای تر فکره زما زړه و ته قريبَ
د
عشق لار د ليونتوب په زور اخست شي
په قوّت د عقل وړ نه شي لبيبَ
لاس
په لاس د مراد می و نورو ور کا
چې په ما باندې وار راشي وایې شيبَ
هم
تر ما پوري سرکوزی هم يار رد کړی
مخ دې تور په دواړه لوري شه رقيبَ
ستا
په قدر ناآشنا کله پوهيږي
د حرمت اميد له چا کوي غريبَ
په
قسمت یې د پتنګ د اور لمبې کړې
ته ورځه په ګلو ګرځه عندلیبَ
بې
نصيبه به دې هيڅ په لاس کېښنو زي
بيهوده څه له حرص کړی بې نصيبَ
چې
په سترګو یې پردې د حسد پريوځي
امتياز د يوسف نه کاندي له زیبَ
چې
یې کاندي و هر چا ته بد ښکارېږي
د ځواني کارونه نه ښایي له شيبَ
د بد ذات سره ياري عبد القادره!
په معنی کې دښمني ده له نجيبَ