...

عبدالقادر خان خټک

چې یې وليده بشر ستا
 کمترين غلام شو نمر ستا

ګل له شرمه خولې پريږدي
 چې په مخ شي برابر ستا

د بادشاه په بادشاهي یې
 خندا کاندي قلندر ستا

ګل، شبنم، صفا، بلبلې
 ثنا وایې هر سحر ستا

تر عنبرو په ما ښې دي
 د پله خاورې سمنبر ستا

خود له خوده ښایسته یې
 حاجت نشته د زيور ستا

د هر شي تسبيح به اروې
 که غوږونه نه دي کر ستا

يار په هر لوري جلوه کا
 خو بينا نه دی بصر ستا

مياشت او وريځ د مخ نقاب کړه
 چې په مخ شوه برابر ستا

تل دا خواست عبد القادر کا

 چې که خاورې شي د در ستا