...

عبدالقادر خان خټک

چې پخپله خوله بیان د خپل هنر کا
 د خپسې په دود هر ګوره به چر کا

خپل ګوهر لکه صدق ساتلی بويه
 زمانه که یې پاره پاره ځيګر کا

امتحان د مرد نامرد په حادثه شي
 اور نيکي بدي ظاهره د اګر کا

عاقبت به وينې وژاړي چې خاندي
 د ښيښې قلقل ښادمنو ته خبر کا

دون همت لکه خس بيا پريوځي په زمکه
 که ګرد باد یې د دولت په فلک بر کا

چې فنا خپله هستي کا په سره اور کې
 شمع هله نور له نوره منور کا

چې منت ورسره مل وي تر دامن دی
 که به شونډې د حيات په اوبو تر کا

د بوريا نښې په تن د مسکينانو
 لا ښایست تر منقش جامو د زر کا

په دې بزم کې چې مې د مُراد وڅښي
 په آخر د ناکامۍ یې پياله وَر کا

د دنيا خوښي که واړه ورته کيږدي
 دروغژن دی که پرې غم د آشنا ور کا

چې په وخت د تلو راتلو کا چيغارونه
 د هیواد ياران را ياد زانړې اکثر کا

د غمژنو په کوڅه مه ځه خوشحاله
 صاف ساعت به دې د عيش مُکدر کا

ته لا هسې باد پيمې عبد القادره
 دم په دم د عمر باد غوندې ګزر کا

طُول امل چې په دنيا عيش وانند کا
 په اهاړ کښې د اُورو په طمع بند کا

لږ راحت به یې په ډير محنت بدل شي

چې مرګ مخ ورته د نمر په دود څرګند کا

کبرژن په قهقهه خاندي پشا دُرومي
 په معنی کې پخپل ځان پورې ريشخند کا

شو د عشق په تيغ واژه شم عزيزيږم
 قيمت زيات واخلي ګنې چې یې بند بند کا

نيک خواهان د پند ویلو صرفه نه کا
 نيک بختان بويه چې غوږ د دوی په پند کا

رخصت مه اخله په غلا راځنې درومه
 کله څوک د ځان وژلو کار پسند کا