...

عبدالقادر خان خټک

دلربا که راښکاره ښکلی جمال کا
 له خاطره مې به محوه غير خيال کا

کفايت په عاشقۍ کې نه ځایېږي
 محبت بنده زاده د بادشاه سيال کا

د وصال په وخت خبره لوی حجاب شي
 عشق عاشق ګهې ګويا ګهې یې لال کا

په بورجل یې د کال غم راباندې تير شو

انتظار يوه ګړۍ په سړي کال کا

که ظاهر له نوره خلقه مشغولا کړم

زړه مې تل د يار له غمه اشتغال کا

سپين ويښته د بدنامۍ په وسمه تور کا
 چې آرزو د صفا رُويو د وصال کا

زه او يار په صورت دوه په معنی یَو يُو
 څوک چې دی خوشحالوي ما به خوشحال کا

زمکه تخت آسمان یې تاج ستوری ګوهر شي
 چې په سر یې دا د مينې همای بال کا

د دوران له انقلابه لابقا شي
 اعتماد به دانا څه په دا اقبال کا

د ګور مړه به په ژړا په نارو ګډ شي