

عبدالقادر خان خټک
هر
عالم چې تن پرست شي کامراني کا
دی
به څرنګه د د ين نګهباني کا
چې
له خدايه ويره کا عالم هغه دی
که
د تخت د پاسه ناست وي سلطاني کا
موافق
چې یې عمل له علمه نه وي
تر
جاهل به عالم زياته پښيماني کا
د
عالم فساد، فساد د درست عالَم دی
شيطان
کله هرومره ډيره ويراني کا
د
هغه عالم صحبت لکه دارو دی
چې
پيدا ورکې خويونه انساني کا
اول
علم بيا عمل دريم اخلاص دی
دا
درې خويه مرد عالِم رباني کا
چې
بې علمه شيخي کا مريدان نيسي
په
مريد کارونه واړه شيطاني کا
لمونځ
روژه به یې په ځای باندې تاوان شي
چې
په حکم یې د نفس نفسياني کا
بل
ته وایې دنيا پرېږده بې وفا ده
دی
یې سعې شپه او ورځ په وداني کا
نصيحت
کا چې غيبت تر زنا سخت دی
په
ویل د غيبتونو ځان زاني کا
په عمل د ګيلان سپی ورځنې ښه دی
په خوله ځان عبد القادر ګيلاني کا