

عبدالقادر خان خټک
په
خزان کې که نظر په ګلو وکا
ښایسته
به پخپل حُسن زړه ښه نه کا
د
جهان ورکول تل په عاريت دی
عاشقان
به تعلق پرې پوري څه کا
د
فلک آسيا په رود زما د سترګو
چې
د يار په فراق درومي ګرځيده کا
يو
ساعت یې خوشحالي اندوه یې عمر
آشنایي دې هيڅوک نه کاندي که ښه کا
چې
په اصل بوټی تريخ وي خوږ به نه شي
د
اوبو په ځای که تویې شهد اوره کا
پل
یې ځکه په جهان کې مونده نه شي
عاشق
تله د يار په لوري په ليمه کا
بوی
د مشکو د عنبر په جهان خورشي
مشاطه
یې چې خواره د سر ويښته کا
له غمونو ځکه خلاص عبد القادر شو
چې پخپله بخره خوښ شو حرص نه کا