...

عبدالقادر خان خټک

هر ګور ډېره ناداني بورا بلبل کا

چې خزان ور پسې شته مينه په ګل کا

دا چراغ به بل تر کومه وي په باد کښې

یوه ورځ به یې صرصر د فنا ګل کا

په صبا یې په زشتي بدل ښایست شي

شب چراغ چې په شپه هومره تجمل کا

خفي شِرک لکه جلي ور څرګندېږي

عارفان کله نظر په جُز په کُل کا

په شبنم سره د ګل غوټۍ غوړېږي

د بخيل غوټه لا سخته نم د مُل کا

نندارچيانو به یې شرح د مخ وکړه

تحير ورته آواز د لا تَقُل کا

ستا قلم عبد القادره مشک افشان شو

چې ډېر ډېر صفت د زالفو د کاکل کا