...

عبدالقادر خان خټک

که هر څوک ورباندې غاؤ رقيب غماز کا

عاشق کله غوږ دَ ديو په آواز کا

په جهان چې بد مزه او ګنده بوی دی

زمانه یې ململ پوشه لکه پياز کا

ناز ته مخ بويه نازک لطيف تر ګله

هر مخ کله هومره مخ لري چې ناز کا

هر چې نه نيسي نظر له ښکليه مخه

بويه دا چې ځان غمونو ته و ساز کا

باد را والوت مخالف نا خدای بيهوش شو

ګوره سر به په کوم لوري دا جهاز کا

چې یې نه د ميوې سود نه یې د سيوري

دا فلک یې لکه سروه سرفراز کا

له بې نيازه بې نيازي عبد القادره!

همېش غواړه چې له غيرو دې بې نياز کا