

عبدالقادر خان خټک
دا
خُويونه که دانا سړی اختيار کا
په
دنيا په دين به جوړ پرې کاروبار کا
عبادت
د حق په صدق په اخلاص کا
تل
له خپله نفسه جنګ کوي کار زار کا
په
فقراء سخاوت کا بې منته
په
حاجت کې استغنا له دنيا دار کا
و دوستانو ته تل پند نصيحت وایې
له
دښمن سره په حلم زيست روزګار کا
له
تمامو خلقو زيست په انصاف کاندي
په
رښتيا ویل حاصل خپل اعتبار کا
شفقت،
مهرباني کا په خوارانو
د
بزرګانو په خدمت حاصل وقار کا
جاهلانو
سره زيست په خاموشی کا
که
هر څو په بد ویل یې زړه آزار کا
همېشه عبد القادر غوندې آزار وړي
چې نه څوک ازاروي نه له چا زار کا