

عبدالحمید مومند
په چمن کې د بلبلو اورم رېز
رنګ د ګلو دی له رنګه د رنګرېز
هسې شان د تورو زلفو معلومېږي
چې هر تار په زړه کافر فتنه انګېز
په رخسار باندې دې ښکلې تورې پروتې
پرې ورځي آخر تور خط هم په جنګرېز
په دعا به ځنې څه لره غوښته چا
که ښکنځل د ترکو نه وای شهید آمېز
پر حمید باندې هغه ساعت د مرګ دی
چې خپل یار یې په غضب وايي برخېز